ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو یو څلویښتم پړاؤ نهائي مرحله د سلواغې د میاشتې د اومې نیټې یعنی د یکشنبې په ماښام په مشهد مقدس کې او د رضوي مقدس آستان په کوربتوب سره پیلیږي او د ددغې میاشتې تر دولسمې نیټې پورې به دوام ولري.
د اوقافو او د خیریه چارو ادارې د قراني چارو مرکز د سیالیو دترسره کیدا دعمومی ورځو پروګرام خپور کړی دی او دهغو په اساس ، د پرانیستونکو دستورو ترسره کیدا به د ا ومې نیټې ماښام له شپږ نیمو بجو څخه تر نهو بجو پورې د رضوي مقدس حرم په قدس هال کې ترسره شي.
د همدغې ورځې په سهار مرحلې کې به د ګډون کونکو او قاضیانو له خوا د امام رضا علیه السلام د آستان د متبرکه ځایونو کتنه او ډله ایز زیارت او د قاضیانو د توجیهي ناستې شاهد وي.
سیالۍ به د سلواغې د میاشتې د اتمې یعني د دوشنبې له سهار څخه پیل شي او د سیالیو د اعلان شوي پروګرام په اساس د سهار وار به د میرمنو د برخې د سیالیو او د مازدیګر او ماښام به هم د ښاغلو د برخې سیالۍ ترسره شي.
د ټول قرآن د حفظ او ترتیل د قرائت په دوو څانګو کې د میرمنو سیالۍ ترسره کیږی او له اتمې تر لسمې نیتې پورې به سهار له اته نیمو بجو راهسې تر یولس نیمو بجو پورې د رضوي مقدس حرم په قدس تالار کې روانې وي. او د عامو میرمنو لپاره ورتلل آزاد دي.
د ښاغلو دبرخې سیالۍ هم د ټول قرآن کریم د حفظ او ترتیل د قرائت او د تحقیق د قرائت په درو څانګو کې د سلواغې د اتمې نیټې له ماسپيښین دوه نیمو بجو راهسېئ پیلیږي . دغه برخه به هم له دوشنبې ورځې راهسې تر پنجشنبې ورځې پورې له دوه نیمو بجو تر پاؤ کم نهو بجو پورې روانه وي.
د سلواغې یولسمه نیټه پنجشنبې ورځ به د ښاغلو په برخې کې د ټول قرآن کریم د حفظ او د تحقیق د قرائت په دوو څانګو کې د فینال شاهده وي.
همداراز ددغه پړاؤ پایزې دستورې به د سلواغې ددولسمې نیټې جمعې په ورځ مازدیګر ترسره شي او د ښآغلو د بخرې د سیالیو په تولو ورځو کې ورتلل دعامو خلکو لپاره آزادي او دغه ټوله سیالۍ به د قرآن او معارفو ټیلیویژنی چینل څخه په ژوندئ او مستقیمه بڼه خپرې شي.
ددغو سیالیو به ترڅ کې یو بل پروګرام چې د سلواغې په یولسمه نیټه ترسره کیږي، د قدس رضوي آستان له منجوّر سره د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دن ړیوالو سیالیو د قاضیانو،ګډون کونکو او پرنسلو لیده کاته هم شامل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4261650